افغان ولسمشر اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کویټ او قطر هیوادونو ته په دوه ورځني سفر لاړ.
ولسمشر ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر به د سفر په پيل کې د کویټ د مخکېنې امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح اروا ته د دعا او د هغه هیواد حکومت او خلکو سره غمشریکي وکړي.
یوه اعلامیه کې ویلي چې اشرف غني د کویټ کې له فاتحې وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي او د قطر امیرشیخ تمیم حمد بن ال ثاني، لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
هغه به دوحې ته د سفر په جریان کې په دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته هم وینا وکړي.
له غني سره په دی سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسمشرۍ د عالي مقام دفتر رئیس محمدشاکر کارګر، د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر، د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي، د اقتصاد وزارت سرپرسته کریمه حامد فاریابي، د ولسي جرګې غړی حاجي اجمل رحماني، د مشرانو جرګې استازی عبداللطیف نهضتیار او په کویټ او قطر کې د افغانستان سفیران هم ملتیا کوي.
دا سفر داسې حال کې کیږي چې قطر کې د افغانستان د سولې خبرې روانې دي.