د اکټوبر میاشتې پنځمه ورځ د ښوونکو نړیوال ورځ ده او دا ورځ په افغانستان کې داسې حال کې لمانځل کیږي چې زیاتیره ښوونکي له بلا ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دي.
یو شمیر ښوونکي وایي که څه هم حکومت په کراتو د دوی د امتیازونو د زیاتولو ژمنې کړي دي، خو تر اوسه د معاشونو لوړولو او کور ورکولو ژمنې هماغسې ژمنې دي.
مریم نبي زاده چې کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې ده، یک تلویزیون سره خبرو کې وویل چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
مریم نبي زاده ۱۲۰۰۰ افغانۍ معاش لري او د کرایې یوه کور کې ژوند کوي.
د حلیمې سنګر په نوم یوې بلې ښوونکې هم د خپل اقتصادي وضعیت او د حکومت بې غورۍ نه شکایت درلود.
د همدې ترڅنګ، د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر، داوود بابر هم منلي چې زیاتره مواردو کې د ښوونکو پر حقونو سترګې پټیږي او د دوی معاشونه پر خپل وخت نه ورکول کیږي.
خو د پوهنې وزارت وایي هڅې روانې دي چې د ښوونکو معاشونه لوړ شي.
دغه وزارت وایي تر اوسه په ټول هیواد کې ۹۰زره نمرې ځمکه پر ښوونکو ویشل شوې ده.
د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې په ټول هیواد کې ۲۲۰ زره ښوونکي پر دندو بوخت دي چې ۳۶ سلنه یې میرمنې دي.
د ښوونکو معاشونه له ۶۵۰۰ افغانیو پيلیږي او تر ټولو لوړه کچه یې ۳۰ زره افغانۍ ده.