اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون کمیشنر او ویاند، حمدالله ارباب د چسپکي ماین له چاودنې روغ ووت.
دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د هېوادوال بلاکونو سيمه کې په داسې حال کې شوې چې هغه له کوره د دفتر په لوري روان و.
په چاودنه کې ښاغلي ارباب ته کوم زیان نه دی رسیدلی، خو د هغه یو تن ساتونکی ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.
په وروستیو ورځو کې کابل کې د چسپکې ماینونو چاودنې او د هدفي وژنې زیات شوې دي.