د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته ځي.
هندي رسنیو لیکلي چې ټاکل شوې ده دغه سفر د راتلونکې سه شنبې په ورځ پيل شي.
عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د نوې ډيلي لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان سولې بهیر کې د هند رول او د مرستو څرنګوالي باندې خبرې وکړي.
دا هند ته د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په توګه د عبدالله عبدالله لومړنی سفر بلل کیږي.
عبدالله عبدالله تیره اوني په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته تللی و او ددې هېواد لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.