د ننګرهار ولایت شینوارو وسوالۍ مقام ته څیرمه موټربم برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼي ویلي دا برید نن شنبه غرمه شاوخوا دولس بجې د یوه مازدا موټر په مرسته شوی دی.
د ښاغلي خوګیاڼي په وینا دې پيښه کې د یوې میرمنې او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ملکیان او یو امنیتي سرتېری وژل شوي او د څلورو امنیتي منسوبینو په ګډون ۴۲ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري یک تلویزیون ته وویل چې د نن ورځې موټر برید کې د ۱۴ تنه چې ۱۲ یې ملکیان دي وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپيان دي.
په دې پيښه کې د افغانستان د کریکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری ټپي شوی او د هغه یو شمیر خپلوانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
لاهم ویره شته چې د دې پيښې د قربانیانو شمیر نور هم زیات شي.