د بریټانیا د استخباراتي ادارې مشر، الېکس ینګر په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له خپلو ځینو کارونو پرده پورته کړې ده.
الېکس ینګر روښانه کړې چې څنګه یې په افغانستان کې د حامد کرزي زړه خپلوول سره د امریکا د سي ای اې په پرتله ښه مانورونه کړي دي.
فاننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د الیکس ینګر له خولې لیکلي چې هغه د حامد کرزي زړه خپلولو په موخه هغه ته په منظم ډول د خپلې خواښې په لاس جوړه شوې مربا ورلیږله.
الیکس ویلي چې د هغه د مربا دا تاکتیک په افغانستان کې د بریټانیا میلیاردونه امنیتي مرستې جبرانولې.
ورځپاڼې لیکلي کله چې الیکس کابل کې د (اېم ای – ۶) د برخې مسوول شو، دنده ور وسپارل شوه چې حامد کرزي سره اړیکې ونیسي او هغه ته رپوټ ورکړي.
د امریکا استخباراتو هم کرزي سره وخت تیرولو کې د بریټانیا سره سیالي کوله.
دې وخت کې الیکس ینګ متوجه کیږي چې حامد کرزی له چای سره مربا ګډوي، ترڅو د سړې هوا یا زکام پر وړاندې یې وساتي.
الیکس ویلي: “ما کرزي ته د خپلې خواښې په لاس جوړه شوې مربا وړاندې کړه، کوم څه چې زما په فکر د امنیتي مرستو میلیاردونه ډالر یې جبران کړي دي.”
ورځپاڼې لیکلي چې دغه بریټانیایی استخباراتي لاهم لندن کې په خپل دفتر کې د کورنۍ مربا یو مرتبان ساتلی دی.
هغه همداشان ویلي: “زه په اصل کې یو رومانټیک سړی یم. زه پر انساني عاملیت باور لرم. زه هغه حقیقت خوښوم چې خلک بدلون راوستلی شی، حتا په وړو کارونو سره. ما غوښتل چې د دغو کسانو په ډله کې ووسم.”
ینگر شپږ کاله د بریټانیا د خارجي استخباراتوادارې مشري او همداشان یې مخکې له دې نه د دغې ادارې د ترهګرۍ ضد د څانګې مشري کړې ده.
ینګر (اېم ای -۶) سره د خلیج د لومړۍ جګړې پرمهال یوځای شوی و.