د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار په خپل نوي خپور شوي کتاب کې په کابل کې د یوې جوړې شوې دریشۍ خاطره لیکلې ده.
مک مسټر د دې کتاب یوه برخه کې چې (د جګړې ډګرونه؛ د یوې ازادې نړۍ د دفاع جګړه) نومیږي لیکلي چې د کابل ښار یوه خیاطۍ کې یې په ۹۰ ډالرو یوه دریشي جوړه کړې وه.
د دغه په وینا دا هغه دریشي وه چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په توګه د کار په لومړۍ ورځ یې اغوستې وه.
هغه په سپینه ماڼۍ کې د کار د لومړۍ ورځې په اړه لیکلي “ما داسې اداره کې کار کاوه چې زیاترو کسانو یې د پانګې مخینه لرله. ما د ټرمپ ستر اقتصادي سلاکار ګري کوهن سره خبرې کولې، دا زما د کار لومړنۍ ورځ وه. هغه راته وویل ښکلې دریشي مې اغوستې. ما ورته وویل مننه، خو بده داده چې۹۰ ډالره ارزښت لري، ځکه چې افغانستان کې له یوې خیاطۍ مې اخیستې ده. ما ورته د دریشي لیبل وښود، چې د کابل مبین خیاطي پکې لیکل شوې وه.”
دا په داسې حال کې دي چې نیویارکر مجلۍ وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې په یوه رپوټ کې ولیکل چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د مک مسټر د کالي اغوستو څرنګوالي او ذوق سره موافق نه و.
د سرچینې په خبره ټرمپ یو ځل خپل د ملي امنیت سلاکار ته ویلي و، چې د میخانې مسوول په شان ښکاري، خو مک مسټر په خپل کتاب کې ویلي پوځ کې له ۳۳ کلونو خدمت وروسته یې دا تمه نه وه چې له داسې چلند سره مخ شي او څوک یې پر ظاهر ملنډې ووهي.