د ژمي موسم په رانږدې کیدو سره په کابل ښار کې د لرګیو او ډبرو سکرو بیې مخ پر بره روانې دي.
د لرګیو سوداګر وایي د لارو په اوږدو کې طالبان او حکومتي مسوولین له دوی جلا جلا پیسې اخلي، چې دا کار د لرګیو بیې لوړیدو کې ژور اغیز کوي.
د سون توکو دا بیې د تیرې یوې میاشتې په پرتله لس سلنه لوړې شوې دي.
د لرګیو یو خروار اوس په نهه زره افغانیو باندې پلورل کیږي.
کابل ښار ته زیاتره لرګي له پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو او د ډبرو سکاره د سمګان ولایت له دره صوف نه راوړل کیږي.
له یوې خوا د سون توکو د تقاضا لوړیدل او له بلې خوا د لارې په اوږدو کې د مالیو ډیریدل د سون توکو بیې لوړې کړي دي.