افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان، جنرال سکاټ مېلر وایي هڅه کوي په افغانستان کې، په ځانګړي توګه په شمالي ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.
سکاټ مېلر دا خبره د افغانستان په شمال کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې چې له یو شمیر افغان امنیتي چارواکو سره هلته تللی، کړې دي.
مېلر ویلي اړتیا ده چې طالبان د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د تلفاتو کمیدو لپاره د جګړې شدت کم کړي.
هغه زیاته کړې: “موږ د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې. زموږ هڅه داده چې ډاډ ترلاسه شي چې په ترسره کیدونکو اقداماتو سره سیمه کې تاوتریخوالی کمیږي. اړتیا ده چې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو خوندیتوب لپاره تاوتریخوالی کم کړي. د دوحې خبرې اترې دوامدارې سولې لپاره یو ښه فرصت دی.”
په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، نظرعلي واحدي ویلي چې طالبان نشي کولی په زور سره واک ته ورسیږي.
ښاغلي واحدي د سولې خبرو کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنې باندې ټینګار سره ویلي چې طالبان د جګړې له لارې موخې ته نشي رسیدلي.
دا په داسې حال کې دي چې د سولې خبرو پیلیدو سره افغانستان کې د جګړې شدت هم زیات شوی او هره ورځ لسګونه سرتیرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.