د جلال اباد یو شمیر اوسیدونکي وایي ښار کې د ننه د چرګانو د پلورنځیو او حلال ځایونو (مسلخونو) شتون دوی تر پوزې راوستلي دي.
ښاریان وایي د ښار مرکز کې د چرګانو دوکانونو او حلال ځایونو شتون له یوې خوا د بې نظمۍ او ګڼه ګوڼۍ سبب شوی او له بلې خوا د بیلابیلو ناروغۍ د خپریدو احتمال زیاتوي.
ښاریان وایي که څه هم سیمه ییزو چارواکو له ښاره د چرګانو د سوداګرۍ د ایستلو امر کړی دی، خو لاهم چرګ پلورونکي د ښار د ننه کاروبار کوي.
د چرګانو سوداګر هم د دې کار پړه پر سیمه ییزو چارواکو ور اچوي، وایي چارواکو ورته سمه زمینه نه ده برابره کړې.
خو د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي ویلي هڅې روانې دي چې د چرګانو دا مارکېټ له ښاره د باندې وویستل شي.
د چرګانو دا بازار د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې موقعیت لري.