د ارمنستان پارلمان د ټولیز امنیت تړون سازمان کې د افغانستان غړیتوب د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
افغانستان دغه سازمان کې د څارونکي په توګه غړیتوب لري.
د ټولیز امنیت تړون سازمان دارالانشا ویلي د ارمنستان له پارلمان یې یو لیک ترلاسه کړی چې په هغه کې د افغانستان غړیتوب د لغوه کیدو غوښتنه شوې ده.
دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کیږي چې افغانستان څو ورځې وړاندې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه کې د اذربایجان ملاتړ وکړ او له دواړو خواوو یې د اوربند او سوله ییز حل غوښتنه وکړه.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ له تیرو پنځو ورځو راهیسې د ناګورنو قرباغ لانجمنې سيمې پر سر جګړه روانه ده، چې تر اوسه لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.