د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د دغې ډلې مرکچي پلاوي مشر، شیخ عبدالحکیم سره لیدلي دي.
خلیلزاد وړمه ورځ چهارشنبه قطر ته تللی او پرون ماښام یې له طالب مشرانو سره ناسته کړې ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، نعیم وردګ ویلي دغه لیدنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په تړاو خبرې شوې او د دغه هوکړه لیک ټولو مواردو پر پلي کیدو ټينګار شوی دی.
د نعیم وردګ په وینا دواړو لوریو دغه راز د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو روانو خبرو په تړاو هم بحث کړی دی.
بله خوا، د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله عرب نیوز سره مرکه کې ویلي چې د حکومت او طالبانو د تماس ډلو د اختلافونو حل کیدو ته هیله من دی او دې برخه کې ډیر پرمختګونه هم شوي دي.