یو شمیر خبریالان وایي حکومتي بنسټونه افغانستان کې د کرونا ویروس له خپریدو راهیسې رسنیو ته د معلوماتو له ورکولو سر غړوي.
دغه خبریالان نن پنجشنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې راټول شوي وو، ترڅو د کورنا وبا له خپریدو وروسته د رسنیو وضعیت و ارزوي.
دوی نیوکه وکړ چې د دولتي ادارې یو شمیر چارواکو د کرونا ویروس محدودیت په پلمه دقیق او کافي معلومات نه ورکوي او یواځې د خپلې خوښې وړ موضوع باندې نظر ورکولو باندې بسنه کوي.
په دې غونډه کې د رسنیو اقتصادي وضعیت او د رسنیو پر اقتصادي وضع د کرونا ویروس اغیز باندې هم خبرې وشوې.
دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د مالیاتو اخیستو برخه کې باید رسنیو سره همکاري وشي.
د سولې خبرو پایله کې د رسنیو او د بیان ازادۍ برخلیک هم یوه بله اندیښنه ده.
د رسنیو یو شمیر کار کوونکي وایي قطر کې د افغان سولې بهیر لپاره باید د حکومت مرکچي پلاوي کې د رسنیو یو استازی ګډون ولري.
افغانستان کې د کرونا وبا خپریدو سره د زیاتو نورو برخو ترڅنګ د رسنیو څښتنان او کار کوونکي هم له زیاتو اقتصادي ننګونو سره مخ شوي دي.
دې پړاو کې زیاتو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړې.