د افغانستان لویه څارنوالي وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په تیرو نهو میاشتو کې دوه برابره شوې دي.
لویه څارنوالي د تاوتریخوالي د زیاتیدو علت، عدلي او قضایي ارګانونو او عدالت ته د ښځو د لاسرسي اسانتیا ښودلې ده.
دغه بنسټ وایي ټول هیواد کې د ښځینه څارنوالانو کچه شل سلنې ته رسیدلې او عدالت ته د ښځو لاسرسی د تیر په پرتله زیات شوی دی.
د ښځو د حقوقو فعالین بیا په دې باور دي چې د نا امنیو او بې وزلۍ زیاتیدل د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي د زیاتیدو لوی علت دی.
معلومات ښيي چې تیر څه کم یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تشدد څه باندې ۲۰۰۰ پيښې ثبت شوې دي.
کابل، بلخ او دایکندي هغه ولایتونه دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پيښې پکې شوې دي.
دا شمیرې داسې حال کې په ډاګه کیږي چې تیره ورځ په فاریاب ولایت کې یوه ۲۸ کلنه مېرمن د هغې د ماشومانو پر وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ووژل شوه.
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي دا میرمن د طالبانو له لوري د خپل خاوند خوابدي کولو له امله وژل شوې ده.