د یو شمیر جهادي او سیاسي ګوندونو پلویانو د کابل لویې جرګې تالار کې د پخواني ولسمشر، نجیب الله د تلین ورځې د لمانځغونډې مخنیوی وکړ.
د نجیب یو شمیر پلویانو نن پنجشنبه غوښتل چې د نجیب الله د تلین ۲۴ کلیزه د لویې جرګې تالار کې ولمانځي، خو د اسلامي حزب او یو شمیر نورو ګوندونو پلویانو دوی دې کار ته پرېنښودل.
د نن ورځې راټولیدنه کې داسلامي حزب د پلویانو ترڅنګ، د جهادي او سیاسي ګوندونو د شورا یو شمیر غړو هم ګډون کړی و.
دوی جرګې ته تلونکې لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
دوی په یوه پریکړه لیک کې اعلان وکړ چې هیڅ کله به د نجیب د ورځې د لمانځنې اجازه ورنه کړي.
خو د ډاکټر نجیب پلویان وایي دا غونډه به راتلونکې اونۍ کې د حکومت په مرسته جوړه شي.
د یادولو ده چې د تلې میاشتې په پنځمه نیټه هم په تالار کې د غونډې د جوړیدو هڅه وشوه، خو دا غونډه د اسلامي حزب د پلویانو غبرګون له امله ونه شوه.