د پروان دولتي پوهنتون کې سلګونه محصلین دغه پوهنتون کې د شته فساد له امله نه دي توانیدلي چې خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.
د دغه پوهتون یو شمیر زده کړیالان وایي ۵۰۰زره افغانۍ یې د پوهنتون مسوولینو ته د دیپلومونو جوړولو لپاره ورکړي، خو لاهم نه دي توانیدلي چې خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.
د پروان د پوهنتون رئیس محمد همایون رسولي هم منلي چې اسنادو لپاره د پیسو ټولولو کې فساد شوی دی، خو وایي د دې فساد عاملینو سره به قانوني چلند کیږي.
پروان پوهنتون کې دوه کاله وړاندې د نږدې ۸۰۰ زده کړیالانو تحصیلي اسنادو لپاره پيسې اخیستل شوي دي.
په دې پيسو سره ۴۰۰ تنو ته اسناد ورکړل شوي، خو د نږدې ۵۰۰ زرو افغانیو ورکیدو له امله یو شمیر زده کړیالانو ته اسناد نه دي ورکړل شوي.
د لوړو زده کړو وزارت د کړنلارې پر بنسټ باید اسنادو لپاره ټولې شوې پیسې بانک ته وسپارل شي، خو د پوهنتون د اتو پوهنځیو له ډلې څلور هغه یې بانکي حسابونه نه لري.