د جهادي ګوندونو شورا وایي د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله د تلین ورځې لمانځل د افغانستان د خلکو جهاد ته په سپکه کتل دي.
د دغې شورا غړو نن چهارشنبه کابل کې په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې د لویې جرګې تالار کې د نجیب د تلین ورځ ولمانځل شي.
دغه غونډه کې د اسلامي حزب، جمعیت اسلامی، جمعیت اصلاح، حرکت انقلاب اسلامي او یو شمیر نورو ګوندونو غړو ګډون کړی و.
دوی همداشان وویل یو شمیر کړۍ د سولې بهیر د خرابولو هڅه کوي چې باید مخه یې ونیول شي.
د جهادي ګوندونو شورا پر حکومت هم غږ وکړ چې افغانستان کې د نجیب ورځې د لمانځلو مخه ونیسي.
خو د ډاکټر نجیب الله یو شمیر پلویان وایي د هغه د تلین ورځې لمانځل د دوی قانوني حق دی او دوی به د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د لویې جرګې تالار کې د نجیب ۲۴ تلین ولمانځي.
په پام کې وه چې د ډاکټر نجیب یو شمیر پلویان د تلې په پنځمه ورځ د لویې جرګې تالار کې د نجیب د تلین ورځ ولمانځي، چې د اسلامي حزب د پلویانو له غبرګون سره مخ شول.
له هغه وروسته په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د نجیب ورځ د هغه د فکر د یو شمیر پلویانو له لوري ولمانځل شوه.
د یادولو ده چې ولسمشر غني هم د لویې جرګې تالار کې د نجیب الله د تلین ورځې د لمانځلو فرمان ورکړی دی، خو تراوسه دا فرمان نه دی عملی شوی.