د پاکستان ولسمشر، عارف علوي د مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي د افغانستان جګړې پاکستان سخت زیانمن کړی او سوله کې د دوی ګټه ده.
عبدالله نن چهارشنبه پاکستان ته د خپل سفر دریمه ورځ کې عارف علوي سره لیدنه کړې ده.
عارف علوي دغه لیدنه کې ویلي: “د پاکستان دولت او رهبري په افغانستان کې د سولې له هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي. موږ افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې او ثبات د ټينګښت پلوي یو. پاکستان په افغانستان کې له شته جګړو زیانمن شوی او له سولې ګټه اخلي. موږ له افغانستان سره د ښوونې، لوړو زده کړو او معلوماتي ټینکالوژۍ برخو کې د همکاریو پراختیا ته ژمن یو.”
عارف علوی همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی به د سولې په راتلو سره د منځنۍ او سویلي اسیا د وصل کېدو شاهدان ووسي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر هم دې لیدنه کې سولې او ثبات ته رسېدل د افغانانو او افغان دولت لومړیتوب بللی او د دې بهیر د بریا لپاره یې د پاکستان او نورو هېوادونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.
عبدالله ویلي: “افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو په ځانګړي ډول پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې سوله، د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ همکارۍ، د سوداګرۍ ودې او پراخیا لپاره زمینه برابروي. موږ پر ستونزو د بریالي کېدو او د جګړې پای ته رسېدو لپاره یو استثنايي او واقعي فرصت لرو. هیله لرو چې په کورني، سیمه ییز او نړیوال ملاتړ سره وکولای شو چې دا ځل دایمي سولې او ثبات ته ورسېږو.”
عبدالله دوه ورځې وړاندې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی او ټاکل شوې ده چې د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.