افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی یوځل بیا د قطر پلازمینې دوحې پر لور وخوځید، ترڅو د سولې خبرو پرمختګ کې مرسته وکړي.
خلیلزاد ویلي د افغانستان وګړي او نړیواله ټوله تمه لري چې دا خبرې د افغانستان سیاسي راتلونکي لپاره د لارې نقشې او تلپاتې اوربند پر لور حرکت وکړي.
په همدې حال کې د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله ویلي هغه موضوع ګانې چې قطر کې مذاکراتي ټیمونه پرې بحث کوي، پیچلي دي، خو خبرې د پرمختګ په حال کې دي.
عبدالله چې اوس مهال د پاکستان په سفر کې دی، په وروستیو څرګندونو کې داسې ویلي: “د افغانستان خلک تمه لري چې خبرې چټکې شي. د خلکو په باور دا بهیر پڅ روان دی. واقعیت دادی چې د بحث موضوع ګانې پيچلې دي، خو خبرې د پرمختګ په حال کې دي.”
سره له دې چې د بین الافغانی خبرو له پیلغونډې څه باندې دوې اونۍ تیرې شوي دي، خو مذاکراتي ډلې تر اوسه د خبرو د پيل اصولو باندې هم سلا نه ده کړې.