په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ کې تر څو ورځني ځنډ وروسته، پرون یو ځل بیا د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو ترمنځ ناسته وشوه.
دواړو ډلو د څلورو ساعتونو لپاره د بندو دروازو ترشا خبرې وکړې، خو دا ناسته هم د تیرو هغو په څير بې پایله پای ته ورسیده.
د افغان دولت د مذاکراتي ټیم ویاند، نادر نادري نن یکشنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې لاهم د مذاکراتو اصولو باندې د را ولاړو شوو اختلافونو حل لپاره هڅې روانې دي.
ټاکل شوې چې نن ورځ ناوخته بیا هم د تماس ډلو ناسته وشي.
طالبان وایي د سولې خبرې باید د حنفي فقې پر اساس او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس پرمخ لاړې شي، خو دولتي لوری د طالبانو دغو وړاندیزونو پر وړاندې دریدلی او له همدې امله د سولې بهیر له بندښت سره مخ شوی دی.
دولتي لوری وایي اختلافي ټکي هویتي او ارزښتي بحثونه دي او لا زیات دقت ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې دي چې افغانستان کې د جګړې اور تر پخوا زیات تود شوی او هره ورځ د لسګونه افغانانو د مرګ ژوبلې رپوټونه خپریږي.
د ولسي جرګې غړو هم نن د تاوتریخوالي پر زیاتیدو نیوکه وکړه.
د جرګې غړو وویل طالبان له یوې خوا دوحه کې خبرې کوي او له بلې خوا یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.
قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیو ۱۶ ورځې تیرې شوي دي، خو تر اوسه دوی نه دي توانیدلی چې د خبرو اصولو باندې هوکړې ته ورسیږي.