پاکستان ته د مصالحې عالي شورا د سفر موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکي پرانستل بلل شوي دي.
عبدالله چې نن یکشنبه پاکستان ته تللی وایي افغانستان په موجوده حساسو شرایطو کې د پاکستان ملاتړ ته اړتیا لري.
د ولسمشر غني ځانګړي استازي، عمر داوودزی چې په دغه سفر کې د عبدالله ملتیا کوی، هم ویلي د دې سفر موخه داده چې سولې ته د طالبانو هڅولو لپاره د پاکستان همکاري ترلاسه شي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د دریو ورځو لپاره پاکستان کې پاتې شي، کوم څه چې پاکستان ته د هغه تر ټولو اوږد سفر بلل کیږي.
عبدالله به دغه سفر کې د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان په ګډون نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.
د مصالحې شورا مشر نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره ناسته کړې ده.
شاه محمود قریشي ویلي د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي او دغه هیواد کې د جګړې ختمیدو لپاره یواځې سیاسي هوکړه کارنده ده.
ویل کیږي چې عبدالله سبا د دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان سره وګوري او د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړي.