کابل کې د امریکا سفارت پر شمیر موخو د ترهګریزو ډلو راتلونکو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
د امریکا سفارت د دغو احتمالي بریدونو ترشا د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی، خو دا خبرداری داسې حال کې ورکول کیږي چې قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې روانې دي.
د امریکا سفارت وایي ترهګریزو ډلو افغانستان کې د بریدونو نوي پړاو لپاره طرحې جوړوي چې بیلابیل ځایونه به په نښه کړي.
د دغه سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: “ترهګرې ډلې په افغانستان کې پر بیلابیلو هدفو د بریدونو پلان جوړوي. پر مېرمنې، ښوونکو، د بشري حقونو فعالانو، د دولتي دفترونو او ادارو کار کوونکو او ملکي کار کوونکو د بریدونو ډیریدل هم پکې دي.”
که څه هم په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې کومه ترهګره ډله پر کومهدف برید کوي، خو د طالبانو ویاند ویلي چې دوی داسې بریدونو لپاره هیڅ پلان نه دی جوړ کړی.
امریکا داسې حال کې خپلو خلکو ته په افغانستان کې د بریدونو خبرداری ورکوي چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته هیڅ امریکایي سرتیری افغانستان کې نه دی وژل شوی، خو پوځي کارپوهان وایي ممکن امریکا پټو معلوماتو ته لاسرسی موندلی وي.
کورنیو چارو وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه خبرې ورکړي.