د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وایي قطر کې د بین الافغاني خبرو پلاوو ترمنځ پرمختګونه شوي او ځينو پایلو ته رسیدلي دي.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې نن جمعه د لویې جرګې په تالار کې د پخواني جهادي مشر، برهان الدین رباني د نهم تلین مراسمو کې کړي دي.
ښاغلي عبدالله وویل د افغان دولت د سولې پلاوی قطر ته تللی ترڅو له طالبانو سره دښمني ختمه کړي.
هغه همداشان وویل چې که چیرې طالبان سولې لپاره لاسته راغلی فرصت په جګړه کې ولګوي، نو غلت حساب یې کړی دی.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح، د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، محمد محقق او یو شمیر نورو سیاسي او جهادي مشرانو هم ګډون کړی و.
د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح چې په غونډه کې یې خبرې کولې د سولې بهیر له ننګونو ډک وباله، خو زیاته کړه چې لاهم ورته تمه لري.
ښاغلي صالح وویل چې د سولې خبرو کې به په هیڅ شي هم معامله ونشي.
دا په داسې حال کې دي چې یو شمیر سیاسي او جهادي مشران وایي افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره اړتیا ده چې د جګړې دواړه خواوې نرمښت وښيي.
د اسلامي جمعیت مشر، صلاح الدین رباني هم چې مراسمو ته ورغلی و، د سولې بهیر د پرمخ وړلو پر څرنګوالي یې نیوکه وکړه او هغه یې یو اړخیز وباله.
ښاغلي رباني وویل چې د سولې د بهیر روانه کړنلاره به دوامدارې سولې ته لاره هواره نه کړي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر او جهادي مشر، برهان الدین رباني نهه کاله وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.