د هرات ولایت د مستوفیت چارواکي وایي سږ کال یې عاید د تیرو کلونو په پرتله سخت کم شوی دی.
د دوی په وینا یواځې د روان مالي کال لومړنیو شپږو میاشتو کې په عوایدو کې ۲۷سلنه کمښت راغلی دی.
د هرات مستوفي، فایقه علي زاده ویلي سږ کال د ترافیکو او پاسپورټ ادارو کم عاید لرلی چې د مستوفیت پر ټولیز عاید یې مخامخ اغیز کړی دی.
د هرات د مستوفیت چارواکي وایي دوی د ۱۳۹۹ کال لپاره څه باندې ۴ میلیارد او ۲۲۱ میلیون افغانۍ عاید هدف ټاکلی و، خو تر اوسه یواځې یو میلیارد او ۹۰۰ میلیونه افغانۍ ټولې شوي دي.
اغلې علیزاده همداشان ویلي چېپه روان مالي کال کې ۱۷۳ شرکتونه مالیاتي تیښتې باندې تورن شوي او ۲۱ هغه یې محکمې ته ور معرفي شوي دي.
د کرونا ویروس خپریدل او د قرنطین پړاو د عوایدو د کمښت یو عامل بلل شوی دی.
د هرات د ولایتي شورا چارواکي بیا اداري فساد، د مستوفیت عایدو د کمښت لامل بولي.
د یادولو ده چې د هرات والي، وحیدالله قتالي هم څه موده وړاندې د هرات ګمرک کې د فساد د شتون خبره کړې وه.
ښاغلي قتالي ویلي و چې د هرات د ګمرک له ۹۰ سلنې زیاته برخه د مافیایي شبکو لاس ته لویږي.