افغانستان کې د انجې یا هنګ وحشي طبي بوټي کرکیله، حاصلات او صادرات زیات شوي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي د هیواد په شمال او لویدیځ کې د دغه بوټي ځمکې زیاتې شوي او سږ کال به بزګران له دغې لارې زیاتې ګټې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ښيي چې افغانستان د روان له پيله تر اوسه هندوستان ته د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت انجه صادر کړي دي.
هند د افغانستان دانجې لوی بازار دی چې د هوايي دهلیز او د پاکستان بندرونو له لارې ورته صادریږي.
دا بوټی ایران او عربي اماراتو ته هم صادریږي.
تیر کال هند، عربي اماراتو او ایران ته ۱۵۰۰ ټنه انجه صادر شوي دي، چې تول ارزښت یې ۱۱۴ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د انجې صادرات د افغانستان د ټولو صادراتو پنځلس سلنه برخه جوړوي.
دغه روغتیايي بوټي چې افغانستان کې د (بدبویه هنګ) په نوم هم پیژندل کیږي، د هرات، بلخ، تخار او بدخشان ولایتونو کې روزل کیږي.
دغه بوټی زیات د یادو ولایتو په غرونو او غونډیو کې شین کیږي او وده کوي.
اوس خصوصي سکټورونو هم د دغه بوټيکرکیلې ته ملا تړلې او هر کال یې تولید او حاصلات د ډيریدو په حال کې دي.
د یادولو ده چې دافغانستان د صادراتو کچه د پاکستان بندرونو خلاصیدو سره نیغه اړیکه لري.
اوس تازه د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان پریکړه کړې چې د ایران او افغانستان پولو کې درې د راکړې ورکړې بازارونه جوړوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د یادو بازارونو جوړیدل د دواړو هیوادونو سوداګرۍ وده کې ګټور بولي.