د ناټو د یوه تازه پټ رپوټ له مخې چې د ازادۍ راډیو نړیوالې څانګې ورته لاسرسی موندلی، طالبان د مخدره موادو د قاچاق، خپلسرو ګمرکونو او د کانونو ناقانونه استخراج له لارې مالي ځان بسیا ته نږدې شوي دي.
رپوټ کې لیکل شوي چې طالبانو تیر کال له دې لارې ۱.۶ میلیارد ډالر عاید لاسته راوړي دي.
سرچینې ویلي چې د طالبانو دغه مالي خپلواکي کولی شي دوی د سولې خبرو کې د نړیوالې ټولنې او نوروهیوادونو له فشارونو وباسي او د القاعده په څيرو نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته شرایط برابر کړي.
په رپوټ کې راغلي: “طالبان په خپل وروستي مالي کال کې توانیدلي چې ۱.۶ میلیارد ډالر عاید ترلاسه کړي. مالي خپلواکي دوی ته دا وړتیا وربښي چې دوی د نورو هیوادونو له مالي ملاتړ پرته خپله بلواګري تمویل کړي.”
همداشان ویل شوي چې د طالبانو عاید کې دغه زیاتوالی د دوی مالي کمیسیون کې د ملا عمر د زوی ملا یعقوب له ټاکل کیدو وروسته ترلاسه شوی او اوس هغه هڅه کوي چې د دغې ډلې مشري په غاړه واخلي.
دا په داسې حال کې دي چې قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوي دي، خو دغو خبرو کې تر اوسه د مذاکراتو پر اجنډا هم هوکړه نه ده شوې.
بله خوا، د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد نن په یوه غونډه کې وویل چې که چیرې د سولې خبرې کامیابې هم نشي، دوی کولی شي د خپلې خاورې دفاع وکړي.