کورنیو چارو وزارت کابل لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال د وژل کیدو خبر ورکړی.
کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې غیرت الله مشهور په ملاسنګین نن پنج شنبه له غرمې وروسته د کابل سروبي ولسوالۍ شین خوال سیمه کې د کابل د ګډو ځواکونو قومندانۍ ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې وژل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له ملا سنګین سره د سرې قطعې بل قومندان صلاح الدین صادق هم وژل شوی او لس نور طالب وسله وال ټپیان شوي دي.
اعلامیه وایي دوی داسې مهال د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغلل چې سروبي ولسوالۍ کې یې پر امنیتي پوستو د برید هوډ کړی و.
سرچینه وایي وایي ملا سنګین په کابل کې په زیاتو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرلی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.