امریکا نن چهار شنبه څلور (اې-۲۹) جنګي الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارلې.
افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږد د ګډې قومندانۍ قومندان، جان ډیډرېک چې نن یې د الوتکو سپارلو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې افغان ځواکونه تر پخوا زیات مسلکي شوي او له نړیوالې ترهګرۍ سره پر مبارزه بوخت دي.
ډیریک همداشان وویل چې دوی تر اوسه افغان ځواکونو ته د دغو څلور الوتکو په شمول اتلس الوتکې سپارلي دي.
هغه وویل په پام کې ده چې د راتلونکي میلادي کال فبرورۍ میاشت کې هم شپږ نورې اې۲۹ الوتکې افغان ځواکونو ته وسپاري.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد هم د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې افغان ځواکونه کولی شي د بهرنیانو له شتون پرته هم د خپلې خاورې دفاع وکړي.
ښاغلي خالد وویل د افغانستان دښمنان دې دا فکر له ماغزو وباسي چې یو ځل بیا به د افغانستان پوځ له منځ یوسي.
هغه زیاته کړه سره له دې چې د سولې خبرې روانې دي، خو د جګړې شدت زیات شوی او طالبان هڅه کوي چې په دې سره زیات امتیازات ترلاسه کړي.
د افغان دولت مذاکراتي ټیم په قطر کې له طالبانو غوښتي چې لومړي ګام کې باید اوربند وشي، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.