د پکتیا والي، محمد حلیم فدایي وایي طالبان د تاوتریخوالي زیاتولو او د مواصلاتي لارو بندولو سره د سولې بهیر د خرابولو په څه کې دي.
ښاغلي فدایي پکتیا کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: “طالبان په لویو لارو کې د پاټکونو جوړولو سره د سولې دغه مقدس فرصت نه د نامقدس هدف لپاره ګټه اخلي.”
همداشان د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال ګدا دوست هم وویل چې دوحه کې د سولې خبرو پيلیدو سره، د طالبانو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شمیر زیات شوی دی.
هغه وویل د دوی پر وړاندې د بیلابیلو هیوادونو راغلو طالبانو جګړه کړې ده.
د پکتیا د پولیسو قومندان، سلطان داوود هم وویل چې د بهرنیو هیوادونو طالبان پکتیا کې شته او د خلکو کورونو کې د سنګر نیولو له تاکتیک نه کار اخلي.
دا څرګندونې په پکتیا کې د حکومتي چارواکو او خلکو ترمنځ یوه غونډه کې شوي دي.
د پکتیا ځينو اوسیدونکو هم دغه ولایت کې د هدفي وژنو د زیاتیدو په اړه شکایت درلود.
دوی همداشان وویل چې طالبانو ګردیز ته د شپږو ولسوالیو لارې بندې کړي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې له تیرو پنځو ورځو راهیسې قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر پيل شوی دی، خو په دغو پنځو ورځو کې تر اوسه د خبرو اترو اجنډا باندې سلا نه ده شوې.