په پروان ولایت کې د خونړیو سیلابونو له بهیدلو درې اونۍ تیرې شوې، خو لاهم د دغو سیلابونو زیانمنې کورنۍ د سر پناه نه لري.
پروان کې د پيروز په نوم یوه سپن ږیري سړي زموږ خبریال شکیب مولوي زاده ته په خبرو کې ویلي چې د خپل ژوند ټول شته یې په سیلابونو کې له لاسه ورکړي او اوس د خپلې مېرمنې او ۷ ماشومانو لپاره د سرپناه په لټه کې دی.
د بي بي حلیمې په نوم یوې پروانۍ هم همدې ته ورته شکایت کړی دی.
حلیمې ویلي د کرایې کور کې اوسیده، خو اوس چې سیلابونو ترې هرڅه اخیستي، د ژمي ساړه موسم راتلو ته اندیښمنه ده.
د پېرو او بي بي حلیمې په څیر لسګونه نور کسان د دولت مرستو ته سترګې غړوي، وایي حکومتي چاوراکو تر اوسه دوی ته له ژمنو پرته نور هیڅ نه دي ورکړي.
په ولسي جرګه کې پروان استازي هم د پروان سیلاب ځپلو سره یوه خوله دي او وایي چې حکومت دوی لپاره لازم کار نه دی کړی.
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي سیلاب ځپلو ته د لنډمهاله او دایمي سرپناه جوړولو لپاره د طرحې پر جوړولو کار روان دی.
د پروان والي فضل الدین عیار وایي زیانمنو کورنیو ته د لنډمهاله سرپناه جوړولو طرحه وروستۍ شوې ده، خو د دغې طرحې عملي کیدو نیټې او څرنګوالي په اړه څه نه وایي.
ولسمشر غني نږدې دوه اونۍ وړاندې د سیلاب ځپلو سیمو ارزونې لپاره پروان ولایت ته لاړ او اړوندو چارواکو ته یې امر وکړ چې تر یوې اونۍ د سیلابونو مختلف ابعاد وڅیړي.
د پروان زیانمنې کورنۍ وایي اوس چې د ولسمشر غنی له سفره دولس ورځې تیرې شوي دي، د هیڅ ډول امکاناتو درک نه لګیږي.
پروان ولایت درې اونۍ وړاندې د سختو او وژونکو سیلابونو شاهد و، چې له ۱۰۰ زیات کسان پکې ووژل شول او تر ۲۵۰ نور پکې ټپیان شول.