د افغانستان روغتیا وزارت وایي یواځې تیر ۲۰۱۹ کال کې له ۵۰۰ زیاتو کسانو ځانونه وژلي دي.
د روغتیا وزارت د شمیر له مخې،۲۰۱۹ کال کې ۷۶۰۸ تنو د ځان وژنې هڅه کړې ده، چې له دې ډلې ۵۵۸ تنه توانیدلي چې خپل ژوند ته د پای ټکی کیږدي.
نن د سپټامبر لسمه د ځان وژنې نړیوالې ورځې سره برابره ده او روغتیا وزارت هم پر همدې ورځ هیواد کې د ځان وژنې د پيښو په اړه معلومات شریک کړل.
د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا افغانستان کې ۱۵ سلنه هغه کسان ځان وژنې ته لاس اچوي، چې ژور خپګان لري.
دا په داسې حال کې دي چې یو شمیر ارواح پوهان وایي هیواد کې د کرونا ویروس د قرنطین دورې له تیریدو وروسته، دوی ته د ژور خپګان لرونکو کسانو ورتګ زیات شوی دی.
دوی پر حکومت له دې امله نیوکه کوي چې د خلکو ټولنیزو ستونزو ته یې پام نه دی کړی.
ارواح پوهان وایي پر ځان کلک باور، د وړتیاوو لوړول، ستونزو سره مبارزه او د ارواح پوهانو مشورو ته غوږ نیول، هغه څه دي چې کولی شي د ځان وژنې کچه کمه کړي.
افغانستان کې هرکال د ځان وژنې د پيښو شمیر هیښوونکی وی.
د جګړو او تاوتریخوالو زیاتوالی، بې وزلي، کورنی تاوتریخوالی او بیکاري، د ځان وژنې د هڅو اصلي عوامل بلل کیږي.
د معلومات له مخې په میرمنو کې د ځان وژنې پيښې د نارینه په نسبت زیاتې دي، چې یو لوی عامل یې هم کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.