د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ژمي موسم کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راپورته کیدو خبرداری ورکړ.
د دغه وزارت چارواکي وایي د دوی وړاندوینې ښيي چې د یخنۍ موسم په رسیدو سره به د هوا ککړتیا او د کرونا خپریدو ترڅنګ، د انفلونزا ویروس هم خپور شي.
چارواکي وایي، خو که چیرې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیول شي او ټولنیز واټن مراعات شي، کیدای شي د کرونا د مړینې کچه، ترهغه چې وړاندوینه یې شوې، کمه وي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د کرونا د ټولو نږدې ۳۹زرو ناروغانو له ډلې، ۸۱ سلنه یې بیرته روغ شوي دي.