په سوډان کې د دولت او د هغه وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
ملګرو ملتونو د دغه تړون هرکلي ترڅنګ ویلي چې د هوکړې ټولو برخو عملي کیدو لپاره د سوډان له دولت سره همکاري کوي.
د عربي او د افریقایي هیوادونو ټولنو او سعودي عربستان د دې تړون هرکلی کړی او د همکارۍ ژمنې یې کړي دي.
د سوډان دولت او دارفور جنګي ډلې ترمنځ دا هوکړه له ۱۷ کلونو جګړې او لسو میاشتو مذاکراتو وروسته د تیرې دوشنبې په ورځ د سویلي سوډان په منځګړیتوب لاسلیک شوې ده.
دولت او مخالفې ډلې د امنیت، پوځ کې د جنګیالیو ادغام، انتقالي عدالت، د زیانونو جبران او تاوان، پراختیا، د شتمنیو ویش، د واک ویش او بې ځایه شوو لپاره ۸ بیل بیل پروتوکلونه لاسلیک کړي دي.
سوډاني چارواکي وایي د سولې بهیر بشپړیدو سره به انتقالي حکومت واک نوي حکومت ته ور سپاري.