د روغتیا وزارت پخوانی وزیر، فیروزالدین فیروز، د دغه وزارت درې تنه پخواني مرستیال او یو اوسنی مرستیال لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شول.
د افغان حکومت د پلټنې ادارې د اطلاعاتو او اړیکو مشر، فیروز بشري وایي ولسمشر غني دغه بنسټ ته دنده سپارلې وه چې د کرونا ویروس اړوند د بودجې د لګښت څیړنه وکړي.
ښاغلي بشري ویلي د دوی د څیړنو په پایله کې د روغتیا وزارت پخوانی وزیر، فیروز الدین فیروز، د دغه وزارت درې پخواني مرستیالان او یو برحاله مرستیال له خپلو صلاحیتونو ناسمې ګټې اخیستنې او د کرونا ویروس اړوند سرچینو ناسمه کارونه کې مظنون بلل شوي او لویې څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي دي.