د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د کرونا ویروس د خپریدو له امله یو کال وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۱۸مه نیټه په اسټرالیا کې پيل او د نومبر په ۱۵مه پای ته ورسیږي.
خو اوس د کریکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې اوس به د سږ کال پر ځای په ۲۰۲۱او بیا ورپسې په ۲۰۲۲کال کې د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ ترسره کېږي.
تر اوسه د دغو لوبو د ترسره کیدو ځایونه معلوم نه دي.
د همدې ترڅنګ، د کریکټ پنځوس اوریز نړیوال جام مهالویش کې هم بدلون راغلی دی.
ټاکل شوې وه چې پنځوس اوریز نړیوال جام د ۲۰۲۳کال په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې په هند کې وشي؛ خو اوس پرېکړه شوې چې دا لوبې د هماغه کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي.
په اسټرالیا کې د کرونا ویروس خپریدو له امله وضع لاهم خپل عادې حالت ته نه ده ګرځيدلې.
دا مهال اسټرالیا ته ورتلونکي ټول وګړي اړ دي چې له رسېدو سره سم د څوارلس ورځو لپاره ځانونه قرنطین کړي.