د کابل ولایت ادارې او د کرونا ویروس مخنیوي بیړنۍ کمیټې څيړنې ښيي چې یواځې په کابل ښار کې دوه میلیونه تنه پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د کابل وایي محمد یعقوب حیدري وايي دا څیړنه د دیني عالمانو، د کلي مشرانو، هدیرو له مسوولینو او ځینو نورو اړوندو کسانو په ملتیا شوې ده.
دا په داسې حال کې دي چې د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو دوو اونیو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیر له دوه سلنې درې سلنې ته پورته شوی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ټولو پر کرونا اخته شوو کسانو له ډلې ۳.۳ سلنه یې مړه شوي دي.
د مړو شمیر په وروستیو څو اونیو کې زیات شوی دی.
یواځې په تیرو دوو اونیو کې له ۴۳۰ زیات کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
د دې پيښې عامل هم له کرونا اړوند روغتونونو د مصنوعي تنفس ماشینونو لرې کیدل بلل شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۷۴ تازه پيښې ثبت شوي دي او ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.