د فاطمه فاضل په نوم يوې ايران ميشتې افغانې نجلې د کاناډا د يوه څيړنيز بنسټ د ځوان علمي کدر جايزه ترلاسه کړه.
د “ارِل” په نوم دغه کاناډايي بنسټ فاطمه فاضل ته د پنځو نورو کسانو ترڅنګ د ۵۰ زره ډالرو جايزه ورکړې ده.
ارل د روغتيا په برخه کې د کاناډا يو نامتو علمي څئړنيز مرکز دى چې هرکال شپږ تنه ځوان علمي استعدانونه په نښه کوي او د ۵۰ زره ډالره جايزې په ورکولو سره د دوى د څيړنيزو کارونو ملاتړ کوي.
فاطمه فاضل د ايران په يوه پوهنتون کې د حيواني طب په برخه کې دکترا کړې ده. فاطمه د روان ميلادي کال په پيل کې د فرانسې ليون پوهنتون کې د ويروس پيژندنې برخه کې د زده کړې بورس هم ترلاسه کړى دى.
دغه افغانه څيړونکې همداشان د اروپايي ټولنې او د روغتيا نړيوال سازمان د شلو تنو واکسين څيړونکو په ډله کې هم راغلې ده.