افغانستان کریکټ بورډ پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.
د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې ددې بندیز پر بنسټ به شفیق الله شفق په یاده موده کې د هیڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.
کریکټ بورډ ویلي شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو/هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ یا (BPL) کې ترسره کړې دي.
د کریکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې شفیق الله شفق هم پر خپلو سرغړونو اقرار کړی او د افغانستان کرکت بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې دغه سزا یې پر ځان منلې ده.