په کاناډا کې یوه وسله وال بریدګر پر خلکو ډزې کړي او ۱۶ کسان یې وژلي دي.
د کاناډا امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې بریدګر د پولیسو جامې اغوستې وې او نوا اسکوشیا ښار کې یې پر خلکو ډزې کړې دي.
برید کوونکي د تېلو له یوه سټېشن سره نږدې پر خلکو د ټوپک خوله ور اړولې ده او 16کسه یې وژلي دي.
دا له ۱۹۸۹ کال را وروسته په کاناډا کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
رسنۍ وایي چې بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی خو پولیسو ویلي، چې برید پای ته رسېدلی او د بریدګر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.