د سعودي عربستان چارواکو د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره په جوماتونو کې د جماعت لمونځونه او همداشان د جمعې د ورځې لمونځ بند کړل.
دا پریکړه داسې حال کې کیږي چې څو اونۍ وړاندې د کعبې شریفې د طواف مراسم هم د همدې ناروغۍ له ویرې بند شوي و.
په سعودي عربستان کې تر اوسه پورې ۱۷۱ کسان د کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.
د سعودي عربستان ترڅنګ، په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم د ورځني ژوند چارې مختل شوي او خلک د خپل ژوند راتلونکي ته اندیښمن دي.
د افغانستان حکومت نن اعلان وکړ چې ټول هوټلونه، د لامبو حوضونه، ورزشي صالونونه او لوبغالي تر نا معلومې نیټې پورې بندوي.