د هند د کریکټ غوره لیګ یا ای پي اېل سیالۍ د کرونا ویروس د چټک خپریدو له امله ځنډیدلې دي.
ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د مارچ میاشتې د په ۲۹مه نیټه پيل شي، خو اوس پریکړه شوې چې دا لوبې به د اپرېل میاشتې په ۱۵مه نیټه وشي.
دا پریکړه د هند کریکټ بورډ چارواکو او حکومت ترمنځ له همغږۍ او سلا مشورو وروسته شوې ده.
دا چې د لوبو پرمهال په لوبغالو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وی او پر همدې مهال د کرونا ویروس د خپریدو احتمال هم زیات وي، نو هندي چارواکو پریکړه وکړه چې د یوې مودې لپاره له دې لوبو تیر شي.
د کرېک انفو د رپوټ پر اساس د ای پي اېل چارواکو نن جمعه اتو واړو ټیمونو ته پیغام استولی چې د راتلونکې شنبې په ورځ په ممبی پر دغې موضوع یوه ناسته ولري.
د هند کریکټ بورډ یا بي سي سي ای نن رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې دا پریکړه اعلان کړې ده.
کریکټ بورډ ویلي دوی ته د خپلو همکارانو او شریکانو روغتیا مهمه ده او کریکټ مینه والو په ګډون د ټولو کریکټ اړوندو کسانو ساتنې لپاره به اړین ګامونه پورته کوي.
د هند د کریکټ غوره لیګ په نړۍ کې د زیاتو لیدونکو او مینه والو لیګونو په کتار کې راځي چې افغانستان کې یې هم زیات شمیر خلک ننداره کوي.
په دې لیګ کې افغان لوبغاړي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن زیات ډیر ښه نوم لري.