د لوبو خپرولو یوې کمپنۍ (سنېکسر سپورټ) پر افغان کرکټ بورډ د کرکټ غوره لیګ د لغوه کیدو له امله محکمې ته شکایت کړی دی.
دغې کمپنۍ چې د افغان غوره لیګ مالکیت حق له ځان سره لري، افغان کریکټ بورډ سره د قرارداد ۱۵ میلیون ډالرو بیرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
دغې کمپنۍ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د افغانستان کریکټ بورډ سره دغه قرارداد لاسلیک کړی دی.
د دې کمپنۍ یوه چارواکي ویلي: “موږ کریکټ کې د افغانانو استعداد، کریکټ سره د دوی مینه او لیولتیا باندې باور لرو. موږ هم هڅه کوو چې دا همداسې وساتو، خو موږ ته پرته له دې چې د افغانستان کریکټ بورډ دغه ناقانونه چلند پر وړاندې عمل وکړو، بله هیڅ چاره نه وه پاتې.”
دغه چارواکي ویلي چې د افغان غوره لیګ د ټیمونو څښتنان په هر پړاو کې تر یو نیم میلیون ډالرو پیسې لګوي چې د ټولو پنځو ټیمونو لګښت یې ۷.۵ میلیون ډالره کیږي. په داسې حال کې چې نږدې دوه میلیونه ډالر نور هم مشهورتیا لپاره لګول کیږي.
په دې سره د غوره لیګ ټول لیګ لګښت تر لسو میلیون ډالرو پورې رسیږي.
دغه کمپني وایي دا چې د افغانستان غوره لیګ لومړی پړاو هیڅ بازار نه درلود، دوی پکې د ګټې پر ځای تاوان کړی او بې شمیره پیسې یې پر تبلیغاتو لګولي دي.
افغان کریکټ بورډ د تیر کال سپټامبر میاشت کې وروسته له هغه چې سوداګریز همکار یې سنیکسر سپورټ د کریکټ بورډ پیسې ورنه کړې، د افغانستان غوره لیګ دویم پړاو لغوه اعلان کړ.
کریکټ بورډ همداشان دغې کمپنۍ سره پر یو شمیر اړوندو کسانو د بې باورۍ له مله د غوره لیګ دویم پړاو ترسره نه کړ.
اوس کمپنۍ ویلي چې کریکټ بورډ هیڅ حق او توجیه نه درلودل، چې داسې یوه کلنۍ پانګونه لغوه کړي. هغه داسې حال کې چې د داخلي مارکیټ په نه درلودو سره د دوی همکار و.
د پاکستانۍ ډان ورځپانۍ د رپوټ پر اساس، اوس د افغانستان کریکټ بورډ ویلي چې د کریکټ نړیواله شورا د دې پيښې په جریان کې ده او په دې اړه څیړنه کوي.
کریکټ بورډ ویلي دوی کمپنۍ ته پیسې ورکولو باندې مجبوره نه دي، بلکه سنیکسر د دوی پوروړی هم دی.