ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دوه ورځني سفر سبا هند ته لاړ شي.
پاکستاني رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله باندې لیکلی چې شونې ده ټرامپ د هند او پاکستان ترمنځ راولاړو شویو ستونزو د حل لپاره هندي چارواکو سره خبرې وکړي او همدارنګه د افغانستان په اړه د هند رول باندې هم هندي چارواکو سره وویني.
امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي چې ټرامپ له هند څخه غواړي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره ددې هېواد سولې څخه څارنه وکړي.
امریکا هند تشویق کوي چې د افغانستان سولې څخه ملاتړ ولري ترڅو پورې امریکا د سیمه ایزو هېوادونو په ملاتړ سره وکولای شي افغانستان کې د امریکا نولس کلن پوځي شتون ته پای ورکړي.
امریکايي چارواکو داهم ویلي دي چې متحده ایالت د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو سره سیاسي اقتصادي اړیکې د افغانستان سره وساتي.