د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین ښایي نن له زندانه خوشې شي.
د امریکا غږ ډیوه راډیو د منظور پشتیند وکیل سعيد اختر له خولې لیکلي چې د منظور پشتين پرضد په درې نورو جوړ شوو مقدمو کې ضمانت منظور کړی شوی دی.
منظور پشتین له دې وړاندې هم په محکمه کې له دریو قضیوبرائتاخیستی و د ضمانت حکم یې شوی و.
د منظور پشتین وکیل ویليله دې وړاندې د نوموړي په درې نورو مقدمو کې ضمانت منظور شوی او دا وخت په هغه پسې نورې مقدمې نه دي راويستل شوي.
اوس که چیرې پر هغه نور تورونه ونه لګول شي،پشتين به نن شنبې د زندان څخه خوشې شي.
منظور پشتین شاوخوا یوه میاشت وړاندې پاکستان کې د عامه نظم خرابولو او قانون ماتولو په تور زندان ته اچول شوی دی.