پاکستانی کرېکټر ناصر جمشيد د انګلستان د يوې محکمې له لوري په ۱۷ مياشتني بند محکوم شوی دی.
ناصر جمشېد او دوه نور پاکستاني لوبغاړي د لوبې په سر د پېسو اخيستو (سپاټ فکسنګ) په جرم بندیان شوي دي.
د برتانیې د جرمونو ملي ادارې په پلټنو کې مالومه شوې چې دوی په ۲۰۱۶م کال کې د بنګله دېش شل اوریز غوره لیګ سیالیو کې سپاټ فکسنګ کړی دی.
ادارې ويلي دغو درې واړو لوبغاړو په کال ۲۰۱۷م کې په دوبۍ کې د پاکستان سپرليګ په سیاليو کې هم سپاټ فکسنګ کړی او په دغه لړ کې انور دوبۍ ته تللی هلته یې د اسلام اباد يونايټډ د دوه لوبغاړو خالد لطيف او شرجيل خان سره لیدلي او هغوی ورسره سلا شوي وو.
د اېن سي ای په وېنا ناصر جمشېد د فبرورۍ په ۱۳مه په برمنګهم کې په خپل کور کې نيول شوی، انور د دوبۍ نه په واپسۍ په هېترو هوايي اډه او اعجاز لس ورځې وروسته په شيفلډ کې نيول شوي وو.
دغه درې واړه لوبغاړي د بریټانیا تابعیتونه لري.
عدالت ته د ناصر جمېشد د ۱۷ مياشتو د بند سره، يوسف انور ته د درې کالو، څلورو میاشتو او محمد اعجاز ته د دوه کالو او شپږو مياشتو بند سزا اورولې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني لوبغاړي په لوبو کې د درغلۍ په جرم بندیان کیږي، بلکې له دې وړاندې هم پاکستاني لوبغاړو باندې داسې تورونه ثابت شوي دي.