نن د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۵مې کلیزې سره برابره ده.
له نن څخه یو سل پنځه کاله وړاندې غازط شاه امان الله د هېواد د خپلواکۍ مبارزینو په مټ له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکۍ ترلاسه کړه.
شاه امان الله په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د افغان-انګلیس په دریمه جګړه کې د برتانوي ځواکونو په وړاندې بریا ترلاسه کړه او بالاخره افغانستان خپله ازادۍ ترلاسه کړه.
د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په دریمه د هېواد ځواکونو د کندهار، پکتیا او جلال اباد له ولایتونو څخه د انګرېزانو پر ضد جګړه پیل کړه.
په پای کې دواړو لورو د اوربند په غوښتنه په راولپنډۍ کې خبرې اترې پیل کړې.
په پایله کې د راولپنډۍ تړون د ۱۹۱۹ کال د اګست په اتمه لاسلیک شو او افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو.
شاه امان الله خان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو یو کال وروسته له نړۍ سره د اړیکو د پراخولو هڅه وکړه او په پایله کې یې لومړی له شوروي اتحاد او بیا له ایټالیا، ترکیې او ایران سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ.
د هېواد د لومړني اساسي قانون تصویب د شاه امان الله خان د دورې له مهمو پرمختګونو څخه دی چې د هېواد له خپلواکۍ وروسته د ۱۳۰۱ هجري لمریز کال د حوت په لسمه د مشرانو جرګې په لویه جرګه کې د ۸۷۲ استازو په حضور کې ومنل شو.
د شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال اړینې لاسته راوڼې
۱- د لویې جرګې رابلل او د اساسي قانون تصویب.
۲- په ژورنالیزم او ازادو مطبوعاتو کې د پام وړ زیاتوالی.
۳- د اساسي قانون شاهي نظام رامنځته کول.
۴- د واکونو جلا کول.
۵- اجباري زده کړه.
۶- په مالي نظام کې د اصلاحاتو راوستل.
۷- د جبري کار منع کېدل
۸- د زده کړو د دوام لپاره بهر ته د ځینو محصلینو استول.
۹- په کابل کې د لومړي عامه کتابتون جوړول.
شاه امان الله له 1919 څخه تر 1929 پورې حکومت وکړ.
ځينې د شاه امان الله دوره د ازادۍ او روښانتيا دوره ګڼي، خو ځينې بيا پر دې دوره نيوکې لري. په هر حال په افغانستان کې هر کال د اسد ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کیږي.