د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په یوه غونډه کې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مه کلیزه ونمانځله او دغه ورځ یې له ویاړ او تاریخ څخه ډکه وبلله.
د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، دا ورځ تاریخي ده او زیاته یې کړه چې دا ورځ هغه مهال نمانځل کېږي چې افغان ملت په محدودو امکاناتو انګریزانو ته ماتې ورکړه.
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر یعقوب مجاهد هم ویلي چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنکړي چې پر افغانستان یرغل وکړي.
په همدې حال کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې انګرېزانو پر افغانستان څلور ځله بریدونه کړي او هر ځل یې د افغان مجاهد ولس له خوا درنه مرګ ژوبلې سره ماتې خوړلې ده. ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د ولس په وړاندې نرم واوسې او د خلکو خدمت وکړي.
له دې سره سم د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني په دې مراسمو کې ویلي، چې د زمري ۲۸مه، د هېواد په تاريخ کې له وياړونو يوه ډکه ورځ ده او دا ښيي چې افغان مشرانو له انګريزانو څخه د هېواد د آزادۍ ترلاسه کولو په لاره کې اوږده مبارزه کړې او زياتې قربانۍ يې ورکړې دي چې بايد ترې کلکه ساتنه وشي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۵ کالیزې د نمانځلو مراسمو کې وویل: « ازادۍ به د تورې او همت په زور اخلې، ازادۍ تا ته څوک په خیرات کې نه درکوي.»
په پای کې د وسله وال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت وویل، دغه ورځ داسې مهال نمانځل کیږي، چې هېواد په ریښتني توګه ازاد دي.
نوموړي وویل، چې له دې وړاندې حکومتونه وه، چې دغه ورځ یې نمانځه، خو په اشغال کې وه او له نورو یې امرونه اخیستل . ښاغلي فطرت ټینګار وکړ، چې نن ورځ افغانستان په بشپړه توګه خپلواک دي او د هیچا امر نه منل کیږي.