د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که د پاکستان حکومت وغواړي، اسلامي امارت به د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
ښاغلي مجاهد له ایندېپېنډ اردو سره په مرکه کې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان له څلوېښتو کلونو راهیسې په پاکستان کې شتون لري او د دې هېواد پوځیان د خپل هېواد د امنیت مسوولیت په غاړه لري.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان له خوا په رسنیو کې پر افغانستان تورونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ لامل کېږي.
ښاغلي مجاهد ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او اسلامي امارت غواړي له داسې هېواد سره خپلې ښې اړیکې وساتي، چې ګډه ژبه او کلتور لري.
له پاکستاني طالبانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ تورنو مسله، په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام اباد پر اړیکو سیوری غوړولی او دا کار په پرله پسې ډول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ترینګلتیا لامل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وار وار پر افغانستان تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو ته یې پناه ورکړې ده، داسې تور چې اسلامي امارت په وار وار رد کړې ده.