په کابل کې د افغانستان او اوزبیکستان د لوړپوړو پلاوو په شتون د دواړو هیوادونو سوداګریزه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره په لاره اچول شوې وه، په کابل کې د هم د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدلله عارف اوف د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي لخوا د اوزبیکستاني تولیداتو نندارتون پرانسل شو . په دې نندارتون کې د موټرو کرنیزو ماشینونو برقي لوازمو غالۍ او ازبیکستاني خوراکي توکي د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شول.
په دې ناسته کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وویل چې په دې ناسته کې د افغانستان او اوزبیکستان شپږ قلمه توکو تړون لاسلیک شو.
په ورته وخت کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۳۵ پانګونې او سوداګرۍ تړونونو د لاسلیکېدو خبر ورکړی.
يو شمېر شنوونکي دا ډول غونډې او نندارتونونه ګټور بولي او وايي چې دا ډول غونډې او نندارتونونه د ژورو اقتصادي اړيکو په ټينګولو کې ارزښت لري.
باید یادونه وشي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو تړونونو په پلي کېدو سره به د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شي.