افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه د شاه امان الله خان په مشرۍ له انګرېز څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې زموږ د نیکونو مبارزه نه یوازې دا چې په افغانستان کې د اشغال د ماتې لامل شو، بلکې تر استعمار لاندې هیوادونه یې هم وژغورل.
ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغانانو د خپل قوي ایمان، زړورتیا او جهاد په برکت په افغانستان کې اشغالګرو ته ماتې ورکړې ده.
په همدې حال کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت پیغام کې خپلواکي لرل ستر ویاړ بللي او ویلي، چې دا ویاړ ساتل غواړي.
ښاغلي کرزي روښانه راتلونکي د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلي بللي او پر سرپرست حکومت یې غږ کړي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هر څه ژر پرانیزي.
نوموړي تعلیم او ملي اتحاد او اتفاق هغه قوت بللي، چې هېواد به پیاوړس ساتي.
په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپل پیغام کې د زمري ۲۸مه د هېواد خپلواکۍ یې مبارکي ویلي او دغه ورځ یې د افغانستان د خلکو ترمنځ د یووالي، یو موټي، پیوستون او د ټولنیز عدالت خوندي کیدو د بنسټ په توګه یاده کړي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۹۱۹ ز کال د مي په دریمه، د هېواد په ځینو ولایتونو کې د انګریزانو په وړاندې د خپلواکي غوښتنې جګړي پیل شوې او په پایله کې دغه جګړي د دې لامل شوي، چې په همدې کال کې د افغانستان خپلواکۍ په رسمیت وپیژندل شي.